غزني کې(٢٨٠) اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د "پاملرنې" موسسې له لورې د غزني ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٢٨٠) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
یادې کورنۍ چې د دغه ولایت د مهاجرینو ریاست له لورې دمرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ سروې او دمرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې د مرغومي په (١٦)مه هرې کورنۍ ته (١٨٣٥٠) افغانۍ ووېشل شوې.