هلمند کې (٣١٧) اړمنو اوبېوزلو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) په مالي لګښت د (HRDA) په مټ دهلمند ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ (٣١٧) اړمنو او بېوزلو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې دجګړو له امله زيانمنې شوې وې دليندۍ په (١١) مه هرې کورنۍ ته (٥٠٠) ډالره نغدې ورکړل شوې.
د ویلو ده چې څه موده وړاندې هم د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې (٢٢٣) بېوزلو او اړمنو کورنیو سره په لښکر ګاه ښار کې نغدي مرستې شوې وې.