لغمان کې بېځايه شوو کورنيوسره بشري مرستې وشوې

sadam_morr
_________


د خوراک نړيوال سازمان له لورې د لغمان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۸۱ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې په دې ورستيوکې د جګړو له امله دخپلو اصلي مېنو څخه بېځايه شوې وې د غبرګولي په ۵ مه هرې کورنۍ ته يو اندازه خوراکي مواد ووېشل شول.