ميدان وردګو کې سېلاب ځپلو کورنيوسره مرستې شوي

د IOM ،DACAR,WFP او UNICEF ادارې له لورې د ميدان وردګو ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۱۴ سېلابځپلو کورنيوسره نغدي،خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې شوي دي.
دغه کورنۍ چې د سېلابونو له امله د نرخ، سيد آباد، جلريز، چک او دايمرداد ولسواليوڅخه ددې امن سيموته رابېځايه شوې وې د وږي په ۳۱مه ۱۱۷ کورنيو سره په نرخ، ۱۱۲ کورنيوسره په جلريز، ۳۹۴ کورنيوسره په سيد آباد، ۲۸۹ کورنيوسره په چک او ۱۰۲ کورنيوسره په دايمرداد ولسواليۍ کې د اوړو، غوړو، مالګې، بسکوېټ، کورنۍ کڅوړې،کمپلې، ترپالونه، دماشومانو بسترې او نغدي مرستې ترسره شوي دي.
د ويلوده، چې د جلريز او دايمرداد ولسواليو ۱۰۰ کورنيوسره د ولسي جرګې ديو وکيل له لورې يوه بوجۍ اوړه، ۵ لېتره غوړي، دوه کيلو چای، ۹ کيلو مالګه، درې کيلو بوره او يوه اندازه نغدي مرستې شوي دي.