بغلان کې سلګونه بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او خوراکي موادو مرستې شوې
د خوراک نړيوال سازمان WFP او ACTED موسسې له لورې د بغلان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۶۳ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او خوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د جګړ له امله د چشمه شېر، کيله ګي، مرکزي بغلان، تاله وبرفک سيمو او بلخ او پروان ولايتونو څخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د وږي په ۶مه د ACTED موسسې له لورې ۱۶۲ بېځايه شوو کورنيوهرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰ افغانۍ نغدې او د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې ۲۰۱ کورنيو هرې کورنۍ ته خوراکي مواد ويشل شوي دي.