بادغيس کې له سلوزياتو بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې

anwari_morr
بادغيس کې له سلوزياتو بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې

 

د IRC موسسې له لورې د باغيس ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۱۱ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې.

يادې کورنۍ، چې د نا امنيو له امله د بالامرغاب ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۱۸مه هرې کورنۍ ته ۸۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.

د ويلو ده، چې يادو کورنيوسره مخکې هم د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د خوراکي موادو مرستې ترسره شوې وې.