کندهار ولایت کی دوه پروژی پلی کیژی

anwari_morr
کندهار ولایت کی دوه پروژی پلی کیژی


د کندهار ولایت کډوالو او بیرته راستنید ونکو چارو ریاست د 100 کورنیو لپاره سرپناه او د 491 کورنیو لپاره د سولري بریښنا دوه پروژي عملي کوې.
د کندهار ولایت کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو رییس او د UNCHR همکاري اداري مسوولینو د ولایت مقام سکتورې او تخنیکې چارو له رییس مطیع الله شیرزاد سره په ولایت مقام کې وکتل او د ذکر شویو دوو پروژو په هکله یې تر مالوماتو شریکولو وروسته د پروژو د ښه عملي کیدو په برخه کې د ولایت مقام همکارې وغوښته.
دکندهار ولایت دکدوالو اوبیرته راستنیدونکوچارورییس د معلو ماتوپه اساس، د سولري بریښنا پروژه چې د هغه ولایت په (7- 8-9 او 12) ښارې ناحیو کې دروان میاشتي په 11 نیټه پیل او د 3 میاشتو په ترڅ کې به بشپړ، او 491 په شرایطو برابر بیرته راستنیدونکې، داخلي بیځایه شوې او ځایې اړمني کورنۍ د سولري بریښنا څخه برخمني شې.
همدا راز د کندهار ولایت په پنجوایې ولسوالۍ کې به 100 په شرایطو برابر بیرته راستنیدونکو او داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره د روان مالي کال په جریان کې د سرپناه پروژه عملي کړې، چې د هرې کورنۍ لپاره به 2 خوني 1 دهلیز او 2 تشنابونه جوړیږي.
پورته دواړه پروژي به د ټولني د سیمه ییزو شوراګانو سره په ګډه عملي کیږي، تر څو د مستحقو کسانو د تثبیت پروسه په پوره روڼتیا سره ترسره شي.
دیادو دوو پروژو مالي لګښت د UNCHR همکاري ادارې له خوا ورکول کیږي او د OHW اداری له خوا به د کډوالو چارودریاست سره په ګډه عملي شې.