بلخ کې دولايتي يوځاکېدو اوومه ناسته وشوه
په بلخ ولايت کې دولايتي يوځای کېدو اوومه ناسته، دولايت مقام د مالي او اداري مرستيال په مشرۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست دولايتي کمېټې رئيسانو، کليو پراختيا رياست، طبېعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادرې، پوهنې رياست، عامې روغتيا، اقتصاد، کار اوټولنيزو چارو، د حج او اوقافو، معلوماتو او شمېرنې، ملي تلويزون او مرستندويه موسسو له لورې دبلخ ولايت دغونډو په تالارکې دليندۍ په ۱۰ مه وشوه.
په پيل کې د ولايت مالي او اداري مرستيال خبرې وکړې ويې ويل، هغه موسسې چې دلته شتون لري، د راستنېدونکو په برخه کې ځانګړې برنامې او فعاليتونه لري، کډوالو رياست سره په هغږۍ يې ګډه څېړنه وکړه. بله موضوع د ترکيې هېواد څخه دافغان کډوالو ويستل او دمولانا جلال الدين بلخي هوايي ميدان ته دهغوی لېږدول دي،چې موسسې ددوی اکثرو ستونزو ته پاملرنه کوي، چې ډېری يې د هېواد دلرې پرتو ولايتونو څخه دي.
وروسته د بلخ ولايت دکډوالو چارو رئيس سيد محمد مسعود قادري وويل، چې ددغه ډيپورت شوو افغان کډوالو څخه يې زياته څو مياشتې د ترکيې هېوادپه بېلابېلو کمپونوکې بنديان شوي و، چې پيسې ترې اخيستل شوې وې،چې د هېواد ته د راستنېدو پروخت دوی نغدي مرستو ته اړتيا لري.
په پای کې دولايت مقام مرستيال له لورې ناسته مثبته ارزيابي شوه او د شته موسسو څخه يې غوښتنه وکړه، چې دکډوالو چارو رياست سره په همغږۍ دې د ستکوري ادارو په شان دې خپلې چارې د کډوالو چارو رياست سره همغږې کړي،چې پروخت خپل فعاليتونه صلاحيت لرونکو دولتي ادارو ته وړاندې کړي.