په سرپل کې شاوخوا ۴۰ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

anwari_morr
-

د روانې میاشتې په ۱۶مه د سرپل د سیداباد ولسوالۍ په (چهل ګزه) ښارګوټي کې ۳۷ راستنو شویو کورنیو ته د سرپناه په موخه استوګنیزې نمرې ووېشل شوې.
دغه وېش د اړوندې کمېټې د غړو په شتون کې له ټاکلو اصولو او تګلارې سره سم ترسره شو، هرې کورنې ته یوه استوګنیزه نمره ورکړل شوه.
د سرپل د مهاجرینو چارو امر ښاغلي مولوي محمود محمدي په خبره، چې راستنو شویو کورنیو ته د استوګنیزو نمرو ورکول، د هغوی ژوند ښه‌والي، سرپناه برابرولو او په ټولنه کې د بیا مېشتېدنې په برخه کې غوره ګام ګڼل کېږي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت پر دې ټينګار کوي، چې راستنو شویو ته د غوره مېشتېدنې زمینې برابرول او د هغوی ستونزو رسېدنه ورته لومړیتوب لري او له راستنو شویو کورنیو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.