کابل کې نیږدې له ۱۰۰ کورنیو سره نغدي او روغتیايي توکو مرستې وشوې

anwari_morr
-

روانه اونۍ په کابل ښار کې ۹۱ بېځایه شویو، راستنو شویو او اړمنو کورنیو سره نغدي او روغتیايي توکو مرستې وشوې
یادې کورنۍ له وړاندې د کابل مهاجرینو چارو ریاست له لوري پېژندل شوې وې، د دغه وزارت د همکار بنسټ له لوري ۷۵۹ زره ۸۵۰ افغانۍ او یوه یوه روغتیايي کڅوړه ورکړل شوه.
د یو بل خبر له مخې، بغلان کې ۴۰۰ راستنو شویو کاریګرو سره ۳ قلمه خوراکي توکو او ۳۰۰ د ګبیون تختو (فلزي قفسونو) او جوزجان کې ۲۷۶ کسانو سره د برېښنايي پېژندپاڼو اخیستلو لپاره ۲۰۷ زره افغانیو مرستې وشوې.