تېره میاشت د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې له زرګونو کورنیو سره تر ۱۰۰ میلیونو افغانیو زیاتې مرستې شوې دي
تېره میاشت د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې له ۱۵ زره او ۲۱۷ راستنو شویو، بېځایه شویو، بې سرپرستو، اړمنو کورنیو او کوربه ټولنو سره د ۱۱۸ میلیونو ۴۵۴زره او ۵۳۶ افغانیو په ارزښت مرستې شوې دي.
دغه کورنۍ، له موسسو سره په همغږۍ د مهاجرینو چارو ریاستونو او امریتونو له لوري په کابل، ننګرهار، کونړ، پکتیا، پکتیکا، لوګر، میدان وردګو، غزني، کندهار، هلمند، زابل، هرات، فراه، بادغیس، نیمروز، بلخ، سرپل، بغلان او کندز کې پېژندل شوې وې، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دویمي واحدونو، موسسو، کورنیو او بهرنیو همکارو بنسټونو په همغږۍ د نغدي، خوراکي او غیرخوراکي توکو چمتو شوې مرستې یې ترلاسه کړې.
همدارنګه ۱۰۶ زره او ۵۱۹ تنه په مستقیمه او غیرمستیقمه توګه له ورته مرستو برخمن شوي دي.
اسلامي امارت تل کډوالو ته د ښو چوپړتیاوو د وړاندې کولو هڅه کوي او دې ته ورته مرستې د کډوالو د وضعیت په ښهوالي کې د اسلامي امارت ژمنتیا څرګندوي.