په ۵ ولایتونو کې تر ۳ زرو زیاتو کورنیو سره مرستې وشوې
په کابل، خوست، بلخ، ننګرهار او کاپیسا کې له ۳ زره او ۲۸۷ راستنو شویو، بېځایه شویو کورنیو، یتیمانو، زیانمنو او کوربه ټولنو سره نغدي، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وشوې.
د ولایتونو د راپورنو له مخې، د همکارو بنسټونو او اهل خیر کسانو له لوري، تر اړمن پېژندلو وروسته په کابل کې له ۱۱۳ کورنیو سره د یو میلیون ۲۹۶ زره او ۶۴۵ افغانیو، په کاپیسا او خوست کې له ۲ زرو کورنیو سره د ۵ ډوله خوراکي توکو، په ننګرهار کې له ۴۵ کورنیو سره د ۶۷۵ زره افغانیو، په بلخ کې یو زر او ۱۲۹ کورنیو سره ۴ میلیونو ۵۳۵ زره او ۵۲۵ افغانیو او ۱۰ ډوله خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وشوې.
همدارنګه د همکارو بنسټونو له لوري تر مستحق پېژندلو وروسته، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۱۲ زره او ۵۹۷ تنو سره د ۳۵ میلیونو ۵۳۱ زرو او ۳۰۰ افغانیو، په فراه کې له ۵۶ کم عمره ماشومانو سره د ۷۳۳ زره او ۴۰ افغانیو او په بغلان کې له ۱۰ تنو سره ۱۴۵ زره او ۲۰۰ افغانیو مرستې وشوې.
د دغو مرستو اصلي موخه د راستنو شویو د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کول او د هغوی د اقتصادي ستونزو کمول دي.