په زابل کې د مهاجرینو دویم ښارګوټی پرانیستل شو

anwari_morr
-

په زابل کې د شیخ متي بابا مهاجرینو ښارګوټی، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د سمه ییزو چارواکو په شتون کې پرانیستل شو.
د یاد ولایت د والي دفتر رییس قدرت الله بدري وویل: دغه ښارګوټي نیږدې ۴ زره او ۳۳۰ جریبه پراخوالی لري او ۵ زره نومرې د راستنو شویو لپاره په پام کې نیول شوې دي، چې روغتیایي مرکزونه، جومانونه، ښوونځي، مدرسې، درالعلوم، تفریحي پارکونه، لوبغالي، سوداګریز مرکزونه او نورې اسانتیاوې پکې شاملې دي، چې له طرزالعمل سره سم به هر راستون شوي ته یوه نومره ځمکه، چې ۵ بسوې کېږي، ورکړل شي.
د زابل د مهاجرینو چارو رییس مولوي عبدالعلي جهادیار وویل: هڅه کوو، چې د مهاجرینو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړو.
نوموړي په زابل کې دغه ښارګوټی د مهاجرینو د ژوند ښه والي او د ټولنیز ثبات په برخه کې مهم وبلل.
وروسته د کرنې او ښارجوړونې ریسسانو د ښارګوټي پر ارزښت خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ، چې اړوندې ادارې به مهاجرینو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د ښارګوټي پراختیا به په مطلوب ډول تر سره شي.
په پای کې یو شمېر مهاجرینو ته د ځمکې سندونه ورکړل شول.
د ښارګوټو جوړول د راستنو شویو لپاره د ښه ژوند برابرولو او د هغوی ټولنیزو او اقتصادي ستونزو ته د اسلامي امارت جدي پاملرنه څرګندوي.
 اسلامي امارت ژمن دی، چې هغوی ته غوره او دوامداره خدمتونه وړاندې کړي.