روانه اونۍ هېواد کې تر ۳ زرو زیاتو مهاجرینو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-

روانه اونۍ په کابل، ننګرهار، ارزګان، بلخ او خوست ولایتونو کې له ۳ زره ۳۲۴ راستنو شویو، بېځایه شویو، زیانمنو کورنیو او کوربه ټولنو سره د نغدي، خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ولایتونو د راپورونو له مخې، د کورنیو او بهرنیو همکارو بنسټونو له لوری کابل کې له ۳۰۸ کورنیو سره ۳ میلیونه ۳۹۵ زره او۵۹۰ افغانۍ، ننګرهار کې ۱۲۰۰ کورنیو سره یو میلیون ۶۲ زره افغانۍ او۶ قلمه خوراکي توکو، ارزګان کې زرو کورنیو سره ۳ قلمه خوراکي توکو، بلخ کې ۲۱۶ کورنیو سره ۱۱ قلمه خوراکي توکو او خوست کې ۶۰۰ کورنیو سره ۶ قلمه خوراکی توکو مرستې وشوې.
همدارنګه په فراه کې ۱۲۵تنو کم عمره ماشومانو ته یو میلیون ۶۹۱ زره ۲۵۰ افغانۍ او په بادغیس کې ۵۰ مېرمنو ته ۹۰ زره افغانۍ د همکارو بنسټونو له لوري ورکړل شوې.