په بلخ کې تر ۲ زرو زیاتو راستنو شویو کورنیو ته نغدي او د خوراکي توکو د مرستو وېش پیل شو

anwari_morr

د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله د فرمان له مخې، په بلخ کې ۲ زره او ۲ سوه راستنو شویو کورنیو ته د نغدي مرستو او غنمو وېش د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د ریاست الوزرا اداري مرستیال، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر او نورو سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شو.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي عبدالسلام حنفي وویل: په ورځني ډول له دریو تر پینځو زرو مهارجرین هېواد ته راستنېږي، د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله د فرمان له مخې، په هېواد کې ۸۰ زرو راستنو شویو کورنیو ته د اسلامي امارت له بودیجې پینځه زره افغانۍ او پینځه بورۍ غنم ورکول کېږي.
همدارنګه نوموړي وویل: دغه مرستې به په ۲۴ ولایتونو کې وشي. ټاکلې ده، چې د اسلامي امارت له لوري هرې راستنې شوې کورنۍ ته یوه نومره ځمکه ورکړل شي او دغه لړۍ د هېواد په ځینو ولایتونو کې پیل شوې ده.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس دغه مرستې له راستنو شویو څخه د ملاتړ په برخه کې مثبې وبللې او له هېوادوالو څخه یې د زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.