د هېواد په ۷ ولایتونو کې له زرګونو کورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr
ـ

روانه اونۍ په کابل، غزني، ننګرهار، بادغیس، میدان وردګو، فاریاب او سرپل ولایتونو کې له ۵ زره ۶۶۷ بېځایه شویو، راستنو شویو، زیانمنو کورنیو او کوربه ټولنو سره د خوراکي او غیري خوارکي توکو مرسته وشوه.
د ولایتونو د راپورونو له مخې، د دغه وزارت د همکارو بنسټونو له لوري په کابل کې له ۵۲۷ کورنیو سره ۵ میلیونه ۲۸۸ زره ۲۴۰ افغانۍ، غزني کې له ۱۹۶ کورنیو سره ۲ میلیونه ۵۸۷ زره افغانۍ، ننګرهار کې ۶۹۴ کورنیو سره ۶ میلیونه ۶۰۹ زره ۳۷۰ افغانۍ، بادغیس کې ۱۰۰۰ کورنیو سره ۱۳ قلمه خوارکي او غیرې خوراکي توکو، میدان وردګو کې له ۲۵۰ کورنیو سره ۸ زره ۵۵۰ امریکايي ډالرو اوهمدارنګه ۹۱۸ زره ۳۷۵ افغانۍ او د اوبو پاکولو فلټرونه، په سرپل او فاریاب کې له ۳ زره کورنیو سره د ۵ قلمه خوراکي توکو مرسته وشوه.
همدارنګه د همکارو بنسټونو له لوري بادغیس کې ۳۰ تنو ښځو ته ۲۴ قلمه د خیاطۍ وسایل ورکړل شول.