په ګڼو ولایتونو کې له نږدې ۳ زرو کورنیو سره مرسته وشوه
روانه اونۍ په کابل، بدخشان، فراه، غور، زابل، جوزجان، ننګرهار، سرپل، بلخ، بادغیس او بغلان ولایتونو کې له ۲ زره ۹۵۴ بېځایه شویو، راستنو شویو، اړمنو کورنیو او کوربه ټولنو سره نغدي، خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرستې وشوې.
د ولایتونو د راپورونو له مخې، د همکارو بنسټونو له لوري بدخشان کې له ۴۰۰ کورنیو سره د یوې یوې روغتیايي کڅوړې، فراه کې ۲۰۵ کورنیو سره د ۳ میلیونه ۹۱۸ زره او۵۰۰ افغانۍ، غور کې ۵۰۰ کورنیو سره د یوه یوه ترپال او یوې یوې کمپلې، زابل کې ۴۰۰ کورنیو سره ۶ میلیونه ۲۸۰ زره افغانۍ، کابل کې ۲۴۸ کورنیو سره ۲ میلیونه ۳۱۵ زره افغانۍ او ۸ قلمه خوارکي او غیرې خوراکي توکو، جوزجان کې له ۴۹۶ کورنیو سره ۴ قلمه خوراکي او یو میلیون ۱۱۳ زره ۴۸۰ افغانۍ، ننګرهار کې ۳۲۸ کورنیو سره یوې یوې خېمې، یوې یوې بخارۍ او ۵۱۶ زره ۸۰۰ افغانۍ، سرپل کې ۵ کورنیو ته ۱۵۴ زره ۶۵۰ افغانۍ، بلخ کې ۲۲۶ کورنیو سره دوه قلمه خوراکي توکو او ۳۱۱ زره ۸۰۰ افغانۍ، بادغیس کې ۹۰ کورنیو سره یو میلیون ۱۹۷ زره ۸۳۴ افغانۍ او بغلان کې ۵۶ کورنیو سره ۳۰۸ زره ۴۰۰ افغانۍ مرسته وشوې.
همدارنګه په بغلان کې د همکارو بنسټونو له لوري ۲۴ مېرمنو سره د خیاطۍ ۳۱ ډوله وسایلو، په غور کې ۲۷ معلولو سره د ویلچرونو، امساوو او د سترګو لپاره د عینکو مرستې وشوې.