د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د جهادي مدرسې د دستار بندۍ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۱:۵۳
-

د خوست د جهادي مدرسې د دستاربندۍ په غونډه کې د خوست پر سیمه ییزو چارواکو سربېره، د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخندزاده، د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو معینانو، د اسلامي امارت ځینو مسوولینو، علمای کرامو، د پوهنتون استادانو او  ګڼ شمېر ولسي خلکو ګډون کړی وو. محترم مولوي عبدالکبیر د خپلې وینا په پیل کې فاضلانو او د جهادي مدرسې مسوولینو ته د فراغت مبارکي وویله او په افغانستان کې یې اوسنی بشپړ امن د اسلامي نظام لاسته راوړنه وبلله.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، چې د اسلامي نظام له بریا سره سم په هېواد کې د اقتصاد او سیاست تر څنګ په علمي ډکر کې ګڼ پرمختګونه شوي دي.
محترم وزیر په افغانستان کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې ځینې لوري د اسلامي امارت د انزوا هڅې کوي؛ خو د اسلامي امارت د منزوي کېدو پر ځای ځینې هېوادونه د انزوا لور ته روان دي او نړۍ پرې بې باوره شوې ده.
محترم وزیر له سیمې او نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې ګټورې او مهمې وبللې او پر وینا یې افغانستان له ګڼو هېوادونو سره مثبتې اقتصادي او سیاسي اړیکې لري.
محترم مولوي عبدالکبیر له افغان کډوالو سره پر ناسم چلند نیوکه وکړه او پر کوربه هېوادونو یې غږ وکړ، چې له کډوالو سره نرم چلند وکړي.
د ناستې پر دوام محترم وزیر یادونه وکړه، چې اسلامي امارت په ټولو ولایتونو کې زرګونو اړمنو راستنو شویو کورنیو ته د نغدي او خوراکي مرستو پلان جوړ کړی او ژر به پلي شي.
محترم وزير په ټولنه کې د مدرسو ارزښت مهم یاد کړ او پر وینا یې چې دیني بنسټونو د تعلیم د رسولو تر څنګ د اشغال په ماتولو کې لویه برخه لرله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته