د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبد الکبیر د اختر په لومړۍ ورځ د امارتي مسئولینو او عامو افغانانو سره *د اختر مبارکۍ په مناسبت* وکتل

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۰ - ۲۰:۱۸
_
راغلو ګډونوالو محترم مولوي عبد الکبیر ته د اختر مبارکي وویله او د هېواد د روان امنیت او ثبات له امله یې د اسلامي امارت له مشرتابه مننه وکړه.
د راغلو مسئولینو او افغانانو په وینا، دوی خوشحاله دي چې په امن او ثبات کې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د اختر خوښي لمانځي.
محترم مولوي عبد الکبیر هم ټولو راغلو مېلمنو ته د اختر مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت د هڅو له برکته اوس په هېواد کې سرتاسري امنیت تأمین شوی، د فساد مخنیوی شوی او د نشه یي توکو کچه ډېره راټیټه شوې ده.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې له امنیتي ځواکونو سره همکار پاتې شي، نظم ته پاملرنه وکړي او د اختر په خوښیو کې دې بې‌وزله هېوادوال هم شریک کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته