د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د پنجشېر له امنیه قومندان سره وکتل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۲۰:۴۲
_

 د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر، د پنجشېر ولایت له امنیه قومندان قاري احمدالله بدر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې قاري احمدالله بدر د پنجشیر د امنیتي او ټولنیز وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې د ولس د رفاه لپاره به همکارۍ ته دوام ورکړي.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر، د خلکو د هوساینې او پرمختګ په برخه کې د مسؤلینو د هڅو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د ولس د اقتصادي ودې او ټولنیز پرمختګ لپاره باید دوامداره هڅې وشي.  هغه وویل، چې د ولسونو او ځايي مسؤلینو ترمنځ دې همغږي او همکاري پراخه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته