د وزارت مسلکي مرستیال ننګرهار ته لاړ
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد او په جبري توګه د راستنیدونکو د موقتې ځایي کمېټې رئیس د مرغومي پر پنځمه ننګرهار ته لاړ.
ښاغلی راشد یاد ولایت ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د کلیو او پراختیا وزارتونو د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ریاستونو له استازو سره سفر وکړ.
د مهاجرینو ریاست له استازي، د ولایتي اجرایوي کمېټو استازو او د یاد ولایت نورو غړو سره یې د لال پورې ولسوالۍ او تورخم پولې موقتي کمپونو لیدنه وکړه او د مهاجرینو ستونزې او ننګونې یې واورېدې
یاد پلاوي له ولایتي اجرایوي کمېېټې سره په لیدنه کې د کمپونو د چارو پرمختیا او د موقتي څای پر ځای کېدنې په برخه کې د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او د کارونو په اسانتیا رامنځته کولو کې یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې
په دې ناسته کې د وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد د هوا سړېدو ته په اشاره وویل: په ټولو ځایي کمپونو کې باید د راستنېدونکو لپاره امکانات برابر شي.
هغه زیاته کړه؛ د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې جبري راستنېدونکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي او پخپلو مېنو کې د ځای پر ځای کېدو زمینه ورته برابره کړي.