د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو لپاره د ښځو ټولنیزې موسسې ترمنځ د یو سل ۳۳ زره او ۷۶۸ امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې هوکړه لیک له مخې، دا موسسه به د نغدي مرستو او خوراکي توکو په وېش کې په کابل ولايت کې ١٢زره ١٥٥ کسانو ته خدمتونه وړاندې کړي.
هوکړه لیک د وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د دغې موسسې د استازي له لوري لاسليک شو.