د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۴:۷
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغانستان د کلیو د بیارغونې او ټولنیزې او پراختیایې لار له موسسو سره د همکارۍ هوکړه لاسلیک شول.
د دې هوکړه لیکونو له مخې، د افغانستان د کلیو د بیارغونې موسسه به په هرات، فراه او غور ولایتونو کې ۱۶۰ زره ۹۰۸ راستنېدونکو، بېځایه شویو او کوربه ټولنې ته بیامېشتېدنې برخه کې د خدمتونو په وړاندې کولو کې یو میلیون ۲۰ زره ۱۰۲ امریکایي ډالر لګوي.
او د ټولنيزې او پراختيایې لار موسسه به په کندوز او بدخشان ولايتونو کې د ژمنيو کڅوړو په وېش ۳ ميليونه ۷۶۳ زره ۲۰ افغانۍ ولګوي، چې ۲۰۰ راستنې شوې کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
دا هوکړه ليکونه د وزارت دعوت او ارشاد رییس او اوس د مسلکي معینیت سرپرست او د دواړو موسسو د استازو له لوري لاسليک شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د پکتیا له څو تنو جهادي او قومي مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د لويې پکتیا له څو تنو جهادي او  قومي مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې د لویې پکتیا قومي مخور او جهادي. . .

بېرته خبرونه ته