د موسسو چارو د همغږۍ رییس د خوست له مرستيال والي سره وکتل

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۱:۵
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د موسسو چارو د همغږۍ رییس شیخ عبدالرحمن رحماني خوست ولایت ته په خپل سفر کې د خوست له مرستیال والي مولوي محبوب شاه حقاني سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي رحماني هغه سره د خپل سفر موخه شریکه کړه او له نوموړي څخه یې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست سره د بېځایه شویو او راستنو شویو لپاره د همکارۍ غوښتنه څرګنده کړه.
د خوست مرستیال والي ښاغلي رحماني ته د اسلامي امارت له اصولو او قوانینو سره د برابرې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د پکتیا له څو تنو جهادي او قومي مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د لويې پکتیا له څو تنو جهادي او  قومي مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې د لویې پکتیا قومي مخور او جهادي. . .

بېرته خبرونه ته