د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال د بدخشان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست لیدنه وکړه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۱:۱۱
-

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد بدخشان ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست وکاته او د دغه ریاست له رییس او کارکوونکو سره یې وکتل.
 مسلکي مرستیال وویل: له پاکستان څخه د افغانانو له جبري راستنېدنې سره اسلامی امارت وتوانید، چې د افغانانو د راستنېدنې بهیر په ښه توګه کابو او مدیریت کړي او همدارنګه د طبیعي پېښو د اغېزو له امله چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلک بې ځایه شوي دي د وزارت مشرتابه د څلویښت ساعتونو هڅې وکړې چې دې ته ورسیږي.
 ښاغلي راشد زیاته کړه: د هېواد شمالي ولایتونو ته د ده د سفر موخه د کارونو څېړنه، د ستونزو اورېدل او ورته ته رسېدل او د چین هېواد د مرستو لېږدول دي.
 د بدخشان ولایت د مهاجرینو چارو رییس مولوي محمد یونس جهادمل د دغه وزارت مرستیال ته ښه راغلاست ووایه او د دغه وزارت د رهبرۍ د کارونو ستاینه یې وکړه.
 هغه وویل: موږ تل هڅه کوو، چې خلکو ته په ښه توګه خدمتونه وړاندې کړو، د هغوی ستونزې هوارې کړو او د مرستو د ترلاسه کولو لپاره لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ ته چمتو یو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د کابل په کډوالو ښارګوټي کې نوی مېشتغالی او د قالین اوبدنې یوه کارخونه جوړېږي


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي معین ښاغلي عبدالرحمن راشد پر مشرۍ، په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مرستیالې اغلې ونیسا ماتر بولي سره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیا کې بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش برنامه کې ګډون وکړ

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالكبير پکتیا ته د سفر په ترڅ کې، بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
نوموړي وویل، چې. . .

بېرته خبرونه ته