د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د سویس هېواد د بشري مرستو دفتر له رییس سره وکتل

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د سویس هېواد د بشري مرستو دفتر رییس او په کابل کې د سویس هېواد د همکاریو پراختیا ادارې له مسوول ښاغلي اریک مارکلي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د بهرنیو اړیکو او مرستو راټولولو مسوول ښاغلي چارلي سره وکتل.
په دغې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د کډوالو په فرصتونو، ستونزو، ننګونو او د هغوی د وضعیت ښه‌والي لپاره د کړنلارو په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي بنوري د نړۍوالو اړیکو پر ارزښت ټینګار وکړ، د افغان کډوالو او راستنو شویو وضعیت ته یې د نړۍوالې ټولنې د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
ښاغلي اریک مارکلي په یاده برخه کې له افغانستان څخه د ملاتړ دوام پر ارزښت ټینګار وکړ او د دواړو لورو ترمنځ یې راتلونکو همکاریو ته اشاره وکړه.
دغه لیدنه د راستنو شویو ژوند ښه‌والي په برخه کې د ګډو هڅو او زیاد ملاتړ څرګندونه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته