د مهاجرینو وزارت او د شپږو موسسو ترمنځ د څه باندې ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شول

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۳:۴۴
-

د ۶ میلیونه ۳۱۵ زرو او ۶۳۶ امریکايي ډالرو په ارزښت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت او ډاکار موسسې، د افغانستان د روغتیا او ټولنې بیارغونې، د ډنمارک د مهاجرت شورا، د ماشومانو د ساتنې نړیوالې   موسسې انصاري بیارغونې او ( JRS ) موسسې ترمنځ د همکاریو تړونونه لاسلیک شول.

د دې هوکړه لیکونو له مخې، د ډاکار موسسه د ۲ میلیونه ۴۵۱ زره ۷۸۶ ډالرو په ارزښت ۵۰ څاګانې جوړوي؛

دبیا رغونې موسسه به په ننګرهار، لغمان او کونړ کې  د ۳ سوه ۶۳ زره او ۶۲ تنو لپاره ۱۰۰ څاګانې، ۵۰۰ شګو فلټرونو وېش، د ۵۵۰ تشنابونو جوړول، د حفظ الصحې د ناستو تنظیمول، د څښاک پاکې اوبه، ۱۵۰کمودونه او د کثافاتو د مخنیوي لپاره ۱۶۰ زره پلاستیکونه ویشي او د اوبو د کیفیت ازمایلو لپاره به ۲ زره ریجمټ واخلي.

د افغانستان د روغتیا او ټولنې د بیارغونې موسسه د ۱ میلیون۳۲ زره او ۵۰ ډالره په ارزښت د یو کلنیک، پنځو شنو خونو، له سولري سیستم سره د ۱۵۰ سرپناوو جوړول او ترمیم، د دوه لپټاپ کمپیوټرونو، د قابله ګۍ د روزنې او په کابل، پروان او لوګر ولایتونو کې د سړک جوړونې چارې ترسره کوي چې ۵ زره کورنیو ته خدمات وړاندې کوي.

د ( JRS ) موسسه په کابل او هرات ولایتونو کې ۲ زره ۸۴۴ تنو ته د اوو کتابتونونو په جوړولو، د مشورې ورکولو، تخنیکي روزنې، ماشومانو ته د خوراکي توکو د وېش او د ښوونې په برخه کې ۹ سوه ۵۴ زره ۳۷۰ ډالره لګوي.

د ډنمارک د مهاجرت شورا به په ننګرهار ولایت کې د ۱ زرو او  ۶۲۶کسانو د کرایې د ورکولو په برخه کې ۷۰۰ زره امریکایي ډالر نغدي مرسته لګوي.

په همدې ډول د انصاري بیارغونې موسسه په هرات، فراه، بادغیس او غور ولایتونو کې له ۱۵ زره او ۵۰۰ کورنیو سره ۵۶۴ زره ۳۰ ډالره د مرستو د ارزونې، د بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو د سروې، د سکتوري ریاستونو تر مشرۍ لاندې د بې ځایه شویو د ګډې سروې او د نغدي او غیرې نغدي مرستو د وېش اړوند لګوي او د ماشوم ساتنې نړیواله موسسه په ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې له ۲زره ۵۰۰ کورنیو سره ۵۰۰ زره ډالره نغدي مرسته کوي.

دا هوکړه لیکونه د وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او د يادو موسسو د استازو له خوا لاسليک شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۸
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د لوګر له والي قاري صلاح الدین ایوبي سره وکتل

ښاغلي ایوبي په دغې ناسته کې، چې د لوګر د کډوالو چارو رییس هم ور سره مل و، په یاد ولایت کې د راستنو شویو د وضعیت او شویو مرستو په اړه معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه، چې تر دې دمه په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۳
Background image

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې او د هغوی د چارو د لا ښه تنظیم په موخه، د مهاجرینو چارو وزارت په کوربه‌توب د همغږۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، د استخباراتو لوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د بودیجې له زیاتوالي سره به له کډوالو سره مرستې زیاتې شي

پورته ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مرستیالې اغلې وینسا مټر بولي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته