د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت اداري ناسته وشوه
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت اونیزه اداري ناسته د مهاجرینو چارو وزیر ښاغلي الحاج خلیل الرحمن حقاني په مشرۍ، د وزارت د مالي او مسلکي مرستیالانو او د رییسانو او مسولانو په شتون کې وشوه.
په دې ناسته کې د تېرې ناستې د پرېکړو او لارښوونو په تعقیب، په ولایتونو کې د مهاجرینو د ښارګوټو د ځمکو د غصب، له مرکزي ریاستونو څخه د څارنې او ارزونې ریاست راپور، د ګل پاچا الفت ښارګوټي د پلاوي راپور، د کونړ ولایت د بې ځایه شویو د موضوع او له کابل ښار څخه د زرګونو بېځایه شویوکورنیو خپلو مېنو ته د لېږد په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي حقاني د چارو د لا پرمختیا په موخه مسولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.