د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع له یو شمېر مشرانو او علمای کرامو سره وکتل.

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۰:۳۵
_
د ناستې په پیل کې د حاضرو مخورو او علماوو په استازولۍ استاد محمد اکبري د ولسونو د ستونزو د حل په برخه کې د محترم مولوي عبدالکبیر له هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل، اهل تشیع علماء او مخور له اسلامي امارت سره همکاریو ته ژمن دي او له اسلامي نظام څخه ملاتړ کوي.
دغو علماوو او مخورو زیاته کړه، چې د امریکا او غرب د اشغال له امله هېواد له ګڼو ستونزو سره مخ شوی او یادونه وشوه چې افغانان باید په ګډه د افغانستان په ابادۍ او د ننګونو په حل کې خپل مسوولیت ترسره کړي.
د ناستې پر دوام د اهل تشیع علمای کرامو وویل، چې دښمن هڅه کوي د منفي تبلیغ په کولو سره د هېواد حالت ناسم وښيي او اختلاف ته لمن ووهي.
حاضرو مخورو او علمای کرامو د خپلو خبرو پر دوام د یو شمېر مسایلو په هکله خپل نظرونه، مشورې او وړاندېزونه له محترم مولوي عبدالکبیر سره شریک کړل او همدارنګه هغوي په ځينو برخو کې د شته ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
محترم وزیر په خپلو خبرو کې د اهل تشیع مشرانو او علماوو ته ښه راغلاست ووایه او په افغانستان کې یې مېشتو قومونو ته په اشارې سره، په ټولنه کې د اهل تشیع د مشرانو او علمای کرامو مقام مهم یاد کړ.
د ناستې پر دوام محترم مولوي عبدالکبیر، له اسلامي نظام سره د اهل تشیع مشرانو او علماوو همکارۍ وستایلې او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت ټولې ادارې د هغوی په چوپړ کې دي.
همدارنګه محترم وزیر یادونه وکړه، چې اسلامي امارت هر وخت د ولس غږ اورېدلی او په هره کچه چې اړتیا وي د اهل تشیع ولس د ستونزو حل ته اقدام شوی.
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې پر وړاندېزونو به یې غور وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته