د مهاجرت نړیوال سازمان مرستیال د مهاجرینو چارو وزارت ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۸:۴۷
-

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان مرستیال ښاغلي توماسو دیکاتیلدو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمان راشد سره د شهید الحاج خلیل الرحمان حقاني د شهادت له امله د تعزیت په موخه ملاقات وکړ
په دغه ناسته کې ښاغلي دیکاتیلدو د مهاجرینو چارو وزارت سره ددغه سازمان له لورې خپله خواخوږي څرګنده کړه او د مرحوم حقاني شهادت یې افغان ملت لپاره لویه ضایع وبلله
د مهاجرینو چارو وزارت کفیل او مسلکي مرستیال له نوموړي څخه د مننې ترڅنګ په پاکستان کې د مهاجرینو د ستونزو یادونه هم وکړه
ښاغلي راشد په اسلام اباد کې له مهاجرینو سره د پاکستاني پوليسو ناوړه چلند خواشینوونکی وباله او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل، چې د خپل نفوذ نه په ګټه اخستنې له پاکستاني لورې وغواړي ترڅو د مهاجرینو له زورولو لاس واخلي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته