د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ د مهاجرینو چارو وزارت ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۱:۴۰
-
په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ رئیس ښاغلي عرفات جمال د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد سره په ناسته کې د مرحوم حقاني صیب د شهادت له امله له خپل طرف او د عالي کمشنر له لورې نوموړي ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل
ښاغلي جمال مرحوم حقاني یو مهربان او مشفق مشر وباله او دده شهادت یې د افغان ملت لپاره لویه ضایعه وبلله، نوموړي زیاته کړه: د مرحوم حقاني په شهادت د افغانانو ترڅنګ، نړیواله ټولنه او د نړۍ نور ملتونه هم خواشیني دي
د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال د نوموړي له غمشریکۍ مننه وکړه او دواړو لوریو د ګډې همکارۍ په دوام ټینګار وکړ

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۵:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت اداري ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت اونیزه اداري ناسته د وزارت د مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني په مشرۍ ترسره شوه.
ناسته د الله تعالی د کلام په څو مبارکو ایتونو پیل شوه او. . .
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۰:۲
Background image

د څه باندې ۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ درې هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د کورداید موسسو WHH OHW، PRB، د پوهنې ملاتړ او د افغانستان لپاره د اسایش د برابرولو موسسو سره د ۹ میلیونه ۴۸۴ زره او ۹۷۸ امریکایي ډالرو په ارزښت. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۴:۶
Background image

د مهاجرینو چارو په وزارت کې د پلان جوړونې او راپور ورکولو یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو

د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ معاونیت د کار پوهانو په همکارۍ د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت یو شمېر کارکوونکو لپاره د پلان جوړونې او راپور ورکولو یو ورځنۍ ورکشاپ د وزارت د. . .

بېرته خبرونه ته