د قرارداد ورکولو د پرېکړې خبرتیا
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د تدارکاتو قانون د دري څلويښتمې مادې دویمې فقرې ته په پام ټولو ته خبر ورکول کېږي؛
د مهاجرینو او راستنېدونکوچارو وزارت پام کې لري چې د (د اوسني وزارت مقام دفتر دویم منزل د بیارغونې، تزیین او ډیکوریشن) پروژه، صمدي د ساختمانۍ او تولیدی شرکت ته چې جواز نمبر یې(D-6236) په ډول دی او ادرس یې په کابل افغانستان دارالامان حجاري او نجارۍ ته مخامخ موقعیت لري، په (۲۰۲۵۴۵۰) دوه میلیونه او پنځه ویشت زره او څلورسوه پنځوس افغانۍ ورکول کېږي.
حقیقي او حکمي خلک چې هر ډول شکایت ولري کولای شي چې له همدې د قرارداد د خپرولو له نېټې تر تقویمي اوومې نېټې خپل اعتراض د تدارکاتو د پنځوسمې مادې سره سم په لیکلي ډول د مهاجرینو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت سره چې (د جنګلک فابریکې شاته واصل اباد کې موقعیت لري) شریک کړي.
دا خبرتیا د قرارداد تړون په معنا نه ده او تر یادې شوې نېټې او د قانوني وخت تر طی کولو پورې قرارداد نه منعقدکېږي.