د شوروي اتحاد په ماتولو سره ټوله نړۍ د افغانانو د احسان پوروړې ده

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۶ - ۱۲:۴۸
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني د ٢٦ تم د دلو په مناسبت، د جهادي ارزښتونو د ساتنې او پالنې تر عنوان لاندې فرهنګي غونډې ته په وینا کې وویل، زرګونه شهیدان، بندیان او معیوبین مو د اسلامي شریعت د نفاذ لپاره ورکړل، اوس چې اسلامي نظام نافذ دی مونږ یې باید شکر ادا کړو

نوموړي زیاته کړه، په اتلولۍ او میړانه کې مو د بدر او احد د شهیدانو پیروي وکړه اوس یې په ساتنه کې هم د هغوی په څېر قربانیو ته اړتیا ده

ښاغلي حقاني وویل، ټوله نړۍ د افغانانو د احسان پوروړې ده، ځکه د روسانو هدف یوازې افغانستان نه بلکې له دې لارې د ټولې نړۍ مهارول وو

نوموړي همدا راز زیاته کړه، د مجاهدینو تر منځ هیڅ توپیر نشته، که چا مجاهد ته ځای ورکړی، چا ډوډۍ ورکړې، چا د روس پرضد جهاد کړی او که چا د امریکا پرضد جهاد کړی، ټول یو مجاهدین دي او مونږ یې باید قدرداني وکړو

ښاغلي حقاني د فرهنګي جهاد په ډګر کې د حماسي شاعرانو او ترانه ویونکو ستاینه وکړه او ددوی شعرونه یې د جهاد د سنګرونو تودو ساتلو ابزار وبلل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته