د زلزلې له امله ویجاړو شوو کورونو د بیا رغونې لپاره عمومي سروی پیل شوه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۱ - ۱۲:۳۷
________________


د پکتیکا ولایت ۳ ولسوالیو، ګیان، برمل، زیړوک او د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ کې د ا. ا. ا. د ځانګړې کمېټې له لورې، چې له څو سکتوري وزارتونو څخه تشکیل شوې ده، د کورونو د بیا رغونې لپاره د عمومي سروی چارې پیل شوې
په همدغه موخه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال او د یادې کمېټې د مطبوعاتو څانګې مسول محمد ارسلاح خروټي د پکتیکا ولایت زیړوک ولسوالۍ ته سفر کړی و
نوموړي هلته د یوې ناستې په ترڅ کې وویل: دا چې د زلزله ځپلو سره د بیړنیو مرستو پروسه ډېره ښه پرمخ ولاړه او اوس ددې وخت رارسېدلی، چې په زلزله کې ویجاړو شوي کورونه بیا په اساسي ډول جوړ شي
ښاغلي خروټي په نړیوالو او ټولو خیریه بنسټونو غږ وکړ، چې په دې اړوند خپلو همکارۍ ونه سپموي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۱۵:۱۵
Background image

د مهاجرينو چارو وزارت د ستراتېژيک پلان مسوده له همکارو بنسټونو سره شريکه شوه

د مهاجرينو چارو وزارت د پېنځه کلن ستراتېژيک پلان مسوده د تلې په (۱۳) مه د يوې ناستې په ترڅ کې له همکارو بنسټونو سره شريکه شوه.

د ناستې په پيل کې د مهاجرينو چارو وزارت مالي او اداري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۲ - ۱۵:۲۴
Background image

د يوشمېر موسسو سره د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول

د( 42279914) امريکايي ډالرو په ارزښت مهاجرينو چارو وزارت او يوشمېر موسسو ترمنځ د تلې په (۱۲) مه د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول.

د لاسليک شوو هوکړه ليکونو پر بنسټ به د اسلاميک ريليف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۲ - ۱۲:۲۵
Background image

د ا.ا.ا د هيواد هر وګړي ته رسيدنه کوي

د ۱۴۴۴ هجري سپوږميز کال د ربيع الاول په ۸ مه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني د ننګرهار ولايت، چمتلې سیمه کې د مهاجرينو ښارګوټي له اوسېدونکو، قومي. . .

بېرته خبرونه ته