د هیواد په پنځو ولایتونو کې له سلګونو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-
په خوست، غزني، ارزګان، دایکندي او کاپیسا ولایتونو کې ۵۶۸ را ستنېدونکو کډوالو او اړمنو کورنیو ته د روانې اونۍ په ترڅ کې خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې دي.
یادې شوې کورنۍ، چې اړمنې پېژندل شوې وې د همکارو بنسټونو له لوري په خوست کې ۱۳ کورنیو ته ۱۸۲,۰۰۰ افغانۍ، په غزني کې ۵۱ کورنیو ته ۸۴۶,۷۵۰ افغانۍ، په ارزګان کې ۵۴ کورنیو ته ۳۷,۸۰۰ افغانۍ او په کاپیسا کې ۴۵۰ کورنیو ته یو قلم خوراکي توکي وېشل شول شوي دي.
د یو بل خبر له مخې په دایکندي ولایت کې ۸۰ راستنو شویو میرمنو ته، چې پخوا اړمنې پېژندل شوې وې، هرې یوې ته یوه کڅوړه روغتیایي توکي د همکار بنسټ له لوري ورته توزیع شوې ده.