په هیواد کې له زرو زیاتو کورنیو سره مرستې وشوې

په تېره یوه اونۍ کې په کابل، اروزګان، بامیان، سرپل، ننګرهار او سمنگان ولایتونو کې ۱۱۵۱ بېځایه شوو او راستنېدونکو کورنیو ته نغدي ، خوراکي توکي، حفظ الصحې وسایل او د کاري وسایلو مرستې ووېشل شوې.
د راپورونو له مخې یادې کورنۍ د کډوالو چارو وزارت دوهمو واحدونو او همکارو بنسټونو په همغږۍ اړمنې پېژندل شوې وې، چې وروسته په کابل کې ۱۰۱ کورنیو ته ۱۹۶,۲۰۰ افغانۍ، په اروزګان کې ۲۳۴ کورنیو ته ۱۶۳,۸۰۰ افغانۍ، په بامیان کې ۸۵ کورنیو ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي، د کار وسایل، حفظ الصحي توکي او ۱۰۵,۰۰۰ افغانۍ، په سرپل کې ۳۳۳ کورنیو ته ۱۴ قلمه حفظ الصحي وسایل، په سمنگان کې ۹۸ کورنیو ته ۲ قلمه خوراکي توکي او په ننګرهار کې ۳۰۰ کورنیو ته ۵ قلمه خوراکي توکي د دغه وزارت د همکارو بنسټونو له لوري پرې ووېشل شول.
د یو بل خبر له مخې په ننګرهار ولایت کې ۳۰ راستونو شویو کسانو ته، چې د شپږو میاشتو لپاره یې د خیاطۍ په برخه کې مسلکي روزنه تر لاسه کړې وه د اچین او سپین غر ولسوالیو کې د یاد وزارت د همکارو بنسټ له خوا د روزنې د دورې له پای ته رسېدو وروسته ۱۸ قلمه د خیاطۍ وسایل او اجناس ورکړل شول.