لغمان کې ۷۰ تنه له حرفوي زده کړو برخمن شول
د (IRC) موسسې له لورې د لغمان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ له ګاونډيو هېوادونو راستانه شوی ۷۰ تنه چې ددې ولايت په بېلابېلوسيموکې ځای پرځای شوي وچې د شپږ مياشتو حرفوي زده کړو دزمينې برابرولو وروسته د تېرې چهارشنبې په ورځ د اسد په ۳۰ مه په بريالۍ توګه فارغ شول.
دغو راستنېدونکو د خامک دوزۍ او ترميم کارۍ په برخه کې زده کړې کړي، چې ۳۵ تنه يې ښځينه او همدومره يې نارينه دي.