د روانې اوونۍ په جریان کې، له ۴ زره ډېرو کورنیو بشري مرستې تر لاسه کړي.

sadam_morr
-
د روانې اوونۍ په ترڅ کې، ۴۵۸۲ راستنېدونکو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته په فاریاب، سرپل، بادغیس، پروان، غور، سمنګان، جوزجان، کابل، تخار، بامیان او بلخ ولایتونو کې نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې.
د یادو مرستو څخه په پروان ولایت ۲۱۱۳ کورنیو ته ۷ قلمه خوراکي توکي او ۱۴۶ زره افغانۍ نغدې مرستې، په فاریاب ولایت کې۷۰ کورنیو ته د چرګانو د هګیو تولید لپاره یوه پایه ماشین، په بادغیس ولایت کې۴۰ کورنیو ته ۵۶۱ زره او ۲۰۰ افغانۍ نغدي مرستې، په سرپل ولایت کې ۷۵۷ کورنیو ته ۴ میلیونه، ۴۱۳ زره او ۳۱۰ افغانۍ، په تخار ولایت کې ۳۵۰ کورنیو ته ۲ قلمه خوراکي توکي، په کابل ولایت کې ۵۸۱ کورنیو ته ۲۵ میلیونه، ۸۵۹ زره او ۴۸۰ افغانۍ نغدې مرستې، په سمنګان ولایت کې ۶۸ کورنیو ته ۲ قلمه خوراکي توکي، په غور ولایت کې ۴ کورنیو ته ۲ قلمه خوراکي توکي، په جوزجان ولایت کې ۱۸۸ کورنیو ته ۲ میلیونه، ۳۰۸ زره او ۵۰۰ افغانۍ، په بلخ ولایت کې ۳۶۰ کورنیو ته ۵ میلیونه، ۶۴۸ زره او ۵۳۸ افغانۍ، سربېره پر دې ٥ تختې کمپلې هم ورکړل شوي او په بامیانو ولایت کې ٥١ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي توزیع شوي.
دا مرستې د اړوندو همکارو ادارو په مرسته د اړمنو کسانو له پيژندني وروسته ویشل شوې دي.