د پاکستان او عراق له زندانونو څخه له ۲۰۰ زیات افغان بندیان ازاد شول

sadam_morr
-
۲۸۷ تنه افغان بندیان د پاکستان او عراق هیوادونو په بند خونو کې و؛ په تېره یوه اونۍ کې ازاد او هیواد ته راستانه شول.
د نیمروز ولایت د ورېښمو پل، د کندهار ولایت د سپین بولدک او د ننگرهار ولایت د تورخم د مهاجرینو د انتقال آمریتونو د معلوماتو پر اساس، ۱۱۱ تنه بندیان، چې د ۶ ورځو څخه تر ۳ میاشتو پورې په بند خونو کې وو، د سپین بولدک له لارې، ۱۶۴ تنه چې د ۲ ورځو څخه تر ۹ ورځو پورې په بند خونو کې وو د تورخم له لارې او ۱۲ تنه، چې د ۲ میاشتو څخه تر ۶ میاشتو پورې په عراق کې بندیان وو، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.