پاکستان کې د افغان بندیانو قضیو ته د رسېدنې کمېټې ناسته وشوه

sadam_morr
پاکستان کې د مهاجرینو اتشه د راپور له مخې، د زمري پر ۲ مه په یاد هېواد کې د اسلامي امارت سفارت له لارښونې سره سم د بندیانو قضیو ته د رسېدنې کمېټې ناسته وشوه.
په دې غونډه کې د زندان د سروې د پیل کولو او د پنجاب او خیبر پښتونخوا ښارونو ته د کاري ټیمونو د لیږلو په اړه بحث وشو، ترڅو په توقیف خونو کې د افغان بندیانو په اړه احصایې راټولې کړي.
په پیل کې د کمېټې غړو پر خپل کاري پلان بحث وکړ په ځانګړې توګه د ملتان، پېښور، میانوالي او د لاهور په مرکزي بندخونو کې د بندیان په اړه پریکړې وشوې، چې په پیل کې دوه کاري ټیمونه چې د کډوالو اتشې، د اتشې مرستیال، سفارت استازي او د استازولۍ ساحوي کارکوونکي څخه جوړ شوي دي یادو سیمو ته ولېږل شي او خپلې چارې رسمآ پیل کړي.
همدارنګه د بندیانو څخه د لیدنې او په هغوی پورې اړوند معلوماتو راټولولو پروسې د اسانتیا لپاره، د کمیټې غړو د مدافع وکیل د ګمارلو وړاندیز وکړ، چې د سفارت لخوا تصویب شو او د وکیل د ګمارلو لپاره اړینې لارښوونې صادرې شوې.
د اسلامي امارت د سفیر د لارښوونې پر بنسټ، کمیټې ته دنده وسپارل شوه چې د کوربه هېواد د کونسلګرۍ سره په نږدې همغږۍ کې د خپلو فعالیتونو ساحه پراخه کړي او د خپلو لاسته راوړنو په اړه مستند راپور وړاندې کړي.