په دایکنډي ولایت کې د پوهاوي ورکولو برنامه جوړه شوه

sadam_morr
د روان کال د اسد د میاشتې په ٥مه  په ډایکنډي ولایت کې د کډوالو چارو امریت لخوا، د افغان ښځو لپاره، د ښځو موسسې په همکارۍ، د مدني اسنادو د حقوقي اهمیت، په اړه ٢٠ تنه بې‌ځایه شوو او بېرته راګر ځېدونکو ته د پوهاوي ورکولو یوه برنامه تر سره شوه.
یاده برنامه د دغه ولایت د مرکز اړوند سیمه کې ترسره شوه، او ګډونوالو ته د تذکرې اخیستو او نورو مدني اسنادو د ګټو او حقوقي مسایلو په اړه لازم معلومات وړاندې شول.