په پېښور کې د مهاجرینو اتشه د افغان ترانسپورتي اتحادیو له استازو سره وکتل
نیازمحمد عارف، چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په پېښور ښار کې د افغان مهاجرینو د چارو اتشه دی، د سرطان میاشتې په ۱۲مه نېټه د دغه ایالت له یو شمېر افغان ترانسپورتي اتحادیو له استازو سره وکتل.
د دې لیدنې موخه دا وه چې د افغان مهاجرینو روان وضعیت وڅېړل شي، او د ترانزیت، ترانسپورټ، د وسایطو او اجناسو انتقال، او همدارنګه د ماشین آلاتو د خوندي لیږد ستونزې وارزول شي او د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره شریکې شي.
د مهاجرینو اتشه ژمنه وکړه چې د یادو ستونزو د هواري لپاره به د اسلامي امارت له ترانسپورتي اتشه او په اسلاماباد کې د اسلامي امارت له سفارت سره په همغږۍ کار کوي.