په بامیان ولایت کې لسګونو ښځو سره مرسته وشوه

anwari_morr
_
د چنګاښ میاشتې په ۹ مه نیټه په بامیانو ولایت کې ۴۰ هغو کډوالو او بېوزلو ښځو ته، چې په کوچنیو تجارتونو کې یې فعالیت درلود نغدي مرستې پرې ووېشل شوې.
یادې شوې میرمنې، چې اړمنې پېژندل شوې وې د همکارو بنسټونو له لوري هرې کورنۍ ته ۳۴ زره او ۶۷۰ افغانۍ نغدي مرستې د دوی د مسلک د ملاتړ او د کورنۍ اقتصاد د پیاوړتیا په موخه ورته ووېشل شوې.