د لغمان ولایت په لنډمهالي میشت غالي کې د پاکو اوبو د څاه کیندنې کار پیل شو

د چنګاښ میاشتې په ۹ مه نیټه د لغمان ولایت د کډوالو ریاست په هڅو او د DACAR موسسې په مالي ملاتړ د لغمان ولایت د قرغې ولسوالۍ په سرخکان کلي کې د راستنو شویو کورنیو په لنډمهالي میشت غالي کې د څښاک د پاکو اوبو د یوې څاه د جوړولو کار پیل شو.
یاده څاه به شاوخوا ۴۰ متره وکیندل شي او په ۲۰ ورځو کې به د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت بشپړه شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه څاه به د لمریزې برېښنا سیستم ولري او په سیمه کې به د څښاک د پاکو اوبو ستونزه به حل کړي.