په لغمان ولایت کې د ځمکې د وېش ولایتي کمېټې غونډه وکړه
د چنګاښ میاشتې په ۸ مه نیټه د لغمان ولایت د والي مرستیال په مشرۍ او د اړوندو دولتي ادارو د استازو په ګډون د کډوالو لپاره د ځمکې د وېش، بېسرپناه او غریبو کورنیو د پېژندنې کمېټې غونډه وکړه. په دې غونډه کې د بېسرپناه او غریبو کورنیو د اسکان او د ځمکې د وېش ولایتي کمېټې په جوړېدو، د کډوالو د ستونزو د حل په اړه د عالي کمیسیون د مصوبې پر اساس او د سپارل شوو دندو د ښه ترسره کولو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
د نظرونو له وړاندې کولو وروسته، پریکړه وشوه، چې معیاري فورمې چمتو شي، اړین معلومات راټول او د اړوندو مسوولینو له تایید وروسته دې کمېټې ته وسپارل شي.