۲۵ تنه افغان مهاجرین د پاکستان له زندانونو څخه تر ازادیدو وروسته هېواد ته راستانه شول
۲۵ تنه افغان مهاجرین، چې په پاکستان کې بنديان شوي وو، د سرطان میاشتې په ۷مه نېټه له بنده ازاد او بېرته هېواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک د مهاجرینو د انتقالاتو آمریت د معلوماتو له مخې، یاد کسان د قانوني اسنادو لرلو سربېره هم د پاکستان د بېلابېلو سیمو په زندانونو کې یو تر دوه ورځو پورې بندیان پاتې شوي وو.
له خوشې کېدو وروسته، دوی ثبت شول، بشري مرستې ورکړل شوې، او بیا خپلو اصلي مېنو ته ولېږدول شول.