بغلان ولایت کې بیرته ستنو شویو زر (١٠٠٠) کورنیو ته د خوراکې توکو د مرستې لړۍ پیل شوه.

anwari_morr
_
په بغلان ولایت کې د ګاونډیو هېوادونو څخه په زور بیرته راستانه شویو زر (١٠٠٠) کورنیو ته د خوراکي توکو د مرستې وېش د روان کال د سرطان په ۵مه نېټه پیل شو.
یادې کورنۍ، چې تر دې وړاندې د دې ولایت د کډوالو ریاست له لوري پېژندل شوې وې، د قزاقستان هېواد له لوري دوه قلمه خوراکي توکي چې ۱۰۰ کیلو اوړه او ۵۰ کیلو وریجې پکې شامل دي، د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې له لارې په څو ورځو کې ترلاسه کوي.