د بلخ ولایت کې د یوه ښوونځي د جوړولو کار پیل شو
په بلخ ولایت کې د یوه ښوونځي د جوړولو کار د یاد ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې، د روان کال د سرطان په ۵مه نېټه پیل شو.
یاد ښوونځی به د نهر شاهی ولسوالۍ په ۶۷۵ متره مربع ځمکه کې جوړ شي، چې ۱۳ درسي خونې، تشنابونه، احاطه دېوال او شنه ساحه به ولري.
دا پروژه به د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیشنرۍ په مالي ملاتړ، په اته میاشتو کې د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شي