په سرپل ولایت کې نږدې ۳۰۰ کورنیو مرستې ترلاسه کړې

د چينګاښ په ۵ مه په سرپل ولایت کې ۲۹۶ کورنیو ته نغدي او د کمپلو مرستې ووېشل شوې.
پورته ذکر شویو کورنیو، چې مخکې د یاد ولایت په البدر ولسوالۍ کې اړمنې پېژندل شوې وې، د وزارت د همکارې ادارې له لوري ور سره په دوو برخو کې د ۱۹ زره او ۲۲۳ او ۱۴ زره او ۳۲ افغانیو او د ۵ تختو کمپلو مرسته تر لاسه کړه.