تېره یوه میاشت: په هیواد کې له ۲۱ زرو څخه زیاتو کورنیو سره مرسته شوې

anwari_morr
-

په غبرګولي میاشت کې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې له ۲۱،۶۱۱ بې‌ځایه شویو، راستنېدونکو، اړمنو، معیوبو، بې‌سرپرسته ښځو او بې ‌وزلو کورنیو سره د کډوالو چارو وزارت د دوهمو واحدونو په همکارۍ مرسته شوې ده.
د راپورونو له مخې د یاد وزارت دوهمو واحدونو په کابل، کندهار، میدان وردګ، بلخ، ننګرهار، کندز، فاریاب، جوزجان، سرپل، لغمان، کاپیسا، غزني، پکتیکا، بادغیس، هرات، هلمند، فراه، نورستان او غور ولایتونو کې د یو شمېر همکارو بنسټونو په مرسته دغو کورنیو ته مرستې رسول شوې دي.
سرچینو زیاته کړې، چې وېشل شوې مرستې: د خوراکي توکو کڅوړې، کالي، روغتیایي توکي، کمپلې، ترپال، خیمې، نغدې پیسې، د کار وسیلې، باغدارۍ وسایل او د پخلنځي لوښي پکې شامل وو، چې د مرسته کوونکو بنسټونو د استازو په حضور کې وېشل شوي دي.